نو ځكه مو د صلحي يوه جامع، عملي او معقوله طرحه وړاندي كړه، په دې موخه چي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته هغه څه بيا تكرار نشي چي د روسي فوځونو له وتلو وروسته وشول، غوښتل مو ټول افغان لوري په دې توافق وكړي چي جگړه به د تل لپاره پاى ته رسوي، له دې وروسته به اقتدار ته د رسېدو لپاره نه وسله كاروي، نه به په بهرنيو ځواكونو تكيه كوي، نه به د بهرنيو  د وسلو او پيسو په زور قدرت ته د رسېدو هڅه كوي، نه به د خپل رقيب د ځپلو او حذفولو لپاره ناروا توطئو ته لاس كوي
۲له کرزي سره  مو د خبرو اترو هدف څه دی؟
ځواب: زموږ هيئت يوازي له كرزي سره د مذاكراتو لپاره كابل ته نه وو تللي، له ايران نه پرته نورو ټولو كورنيو او بهرنيو ذيدخله لورو ته د حزب د جامع طرحي د وړاندي كولو لپاره تللى وو. د ډېرو لوريو عكس العمل مثبت وو، انتظار مو دا دئ چي ټول افغانان پر دې طرحي راغونډ شي، دا ځكه چي تر اوسه داسي جامع، عملي، آسانه او د ټولو په گټه طرحه د هيچا له لوري نه ده وړاندي شوې. يوازي هغه بهرني لوري او په دوى پوري تړلې ډلي به د دې طرحي مخالفت كوي چي د ايران په څېر ئې خپلي گټي په افغانستان كي د جگړو له دوام سره غوټه كړې دي
۳ځینې ستاسو ګوند ته د امریکایي اشغال په خلاف جنګیدونکو کوچنیو ګروپونو له ډلې شمیري، آیا تاسو  دا تأثر منئ ؟ د څومره ځواک درلودونکي یاست؟ او له ایدیولوژیکي پلوه هغه کومې ځانګړنې دي چې تاسو له نوور وسله والو ډلو نه بیلوي؟
ځواب: له تا پرته تر نن پوري ما او هيڅ افغان له هيچا داسي خبره نه ده اورېدلې، دا خبره هغه څوك كولى شي چي يا د افغانستان له سياسي او نظامي وضعيت نه په بشپړه توگه بې خبره وي او يا ئې معلومات له داسي كړيو ترلاسه كړى وي چي پر حقايقو له اعتراف نه وېره لري!! ښايي تاسو به د ځينو خبري رسنيو تبليغاتو ته په پام سره دا قضاوت كوئ، دا رسنۍ عمداً په ټول افغانستان كي ترسره كېدونكي عمليات القاعده او طالبانو ته منسوبوي، د كابل رژيم هر مخالف د طالب په نامه يادوي، گمان ئې دا دئ چي افغان ولس او نړۍ وال د (القاعده) او (طالبان) له نامه سره حساسيت لري، نو هر مخالف بايد په همدې نامه ياد كړي، حقيقت دا دئ چي حزب اسلامي د افغانستان يوازنی ستر، افغانستان شمول او ځواكمن حزب دئ چي هم د روسانو په ضد پروني جهاد؛ هم له فكري پلوه د دې حزب له لوري پيل شوى وو او او هم له نظامي پلوه، هغه مهال د مجاهدينو او مهاجرينو نږدې اتيا په سلو كي له حزب اسلامي سره تړلي ول، په هغه جهاد كي ټولو گوندونو په گډه د حزب څلورمه برخه ونډه هم نه درلوده، اوسنى جهاد هم د حزب په لاس پيل شو، تر يو نيم كال پوري حزب په ميدان كي يوازي وو، نوري ډلي ډېر وروسته ميدان ته راووتلې، دا صحيح ده چي زموږ امكانات محدود دي، په خپلو ذاتي امكاناتو مو دا جهاد پيل كړى او تر ننه مو دوام وركړى، كه د امكاناتو ستونزه نه وي نو موږ په لسگونو زره با تجربه مجاهدين جنگ ته تيارولى شو. كه موږ د نورو په څېر له هر چا د مرستو ترلاسه كولو لار غوره كړې وى او د دې پروا مو نه كولى چي ځيني مرستندويان د خپلو ناولو غرضونو لپاره او په داسي حال كي مرسته كوي چي زموږ له هېواد، ولس او مذهب سره نه پخلا كېدونكې دښمني لري، نو نن به د حزب اسلامي نوم تر هري ډلي زيات په دغو خبري رسنيو كي تكرارېدو. زه په بشپړه توگه باور لرم چي كه د حزب متعهد مجاهدين له مقاومت نه لاس واخلي نو دا مقاومت به لنډه موده هم دوام ونشي كړى.  د طالبانو په سلو كي تر اويا زيات مجاهدين هم د حزب غړي دي
دا چي له نورو ډلو سره زموږ توپير په څه كي دئ بايد ووايم چي موږ د هېواد آزادي او خپلواكي، په آزاد او خپلواك افغانستان كي د ملت د خوښي منتخب اسلامي حكومت، د ژوند په ټولو برخو كي د شريعت بشپړ تنفيذ غواړو.
۴تاسو په افغانستان کې د څه ډول اسلامي دولت غوښتونکي یاست؟ او له بهرنۍ نړۍ په ځانګړې توګه امریکا او اروپا سره به د اسلامي افغانستان اړیکې څه ډول وي؟  
ځواب: زموږ لومړۍ غوښتنه د هېواد آزادي او خپلواكي او د ټولو بهرنيو ځواكونو بشپړ او بلاقيد او شرط وتل دي، غواړو افغانانو ته دا حق وركړى شي چي په آزاد او خپلواك افغانستان كي د خپلي خوښي منتخب اسلامي حكومت ولري، افغانان له اسلامي نظام نه پرته په بل څه نه راضي كېږي، افغانان اسلام ته يوازي د يوې عقيدې او ايديولوژۍ په سترگه نه گوري، بلكي د داسي بشپړ او مكمل نظام په سترگه گوري چي د فردي او اجتماعي ژوند په ټولو ابعادو كي روښانه، واضح او ځانگړي لارښووني لري، اسلامي نظام هغه دئ چي چارواكي ئې مسلمانان وي، د ولس له لوري او د دوى اهليت ته په پام سره غوره شوي وي، اساسي قانون ئې له قرآن او سنت نه اخيستل شوى وي، د ژوند په ټولو برخو كي شرعي احكام پلي كېږي، د فرد او فرد، فرد او اجتماع، راعي او رعيت تر منځ شخړي او مشاجرات د شريعت له مخي حل و فصل كېږي. موږ د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د اسلامي لارښوونو په رڼا كي مثبت، گټور او ښه مناسبات غواړو، په سيمي او نړۍ كي د واقعي امنيت په تأمين كي له نورو سره گډ كار ته چمتو يو
۵آیا تاسو به د کرزي له حکومت سره يو ځای شئ؟ او شرطونه مو څه دي؟
ځواب: د بهرنيو ځواكونو د حضور په حالت كي نه د كرزي په حكومت كي برخه اخلو او نه بل حكومت كي، زموږ غوښتنه په اقتدار كي شركت نه بلكي د خپل هېواد آزادي او خپلواكي ده، اوس د بل هيڅ څه په اړه فكر نه كوو، د ځان لپاره هيڅ څه نه غواړو، موږ په خپلي طرحي كي هم نه څه د ځان لپاره غوښتي او نه د حزب اسلامي لپاره، غواړو د هر حزب او شخص موقعيت د افغان ولس له لوري وټاكل شي، ټول دې ته رابلو چي د خپلي ډلي د مقام او موقعيت په اړه نه په خپله پرېكړه وكړي او نه له بهرنيو وغواړي چي په زړه پوري موقعيت ورته بيمه كړي
۶که د کرزي له حکومت سره یو ځای شئ، څه بدلون به راوستلی شئ؟
 
ځواب: د كرزي له حكومت سره د يو ځاى كېدو اراده نه لرو.
۷آیا لدینه ویره لرئ چې ملا محمد عمر یا جلال الدین حقاني به مو د نیواکګرو په خلاف د جنګیدونکو تر مینځ د اختلاف اچولو په تور تورن کړي؟

ځواب: د هيچا له تورونو اندېښنه او وېره نه لرو، هغه څه كوو چي زموږ ايمان او عقيده ئې حكم كوي او د اسلام او مسلمانانو په خير وي، موږ له كومي ډلي سره نه كومه معاهده لرو او نه خپل تصميم د چا په موافقې يا مخالفت پوري تړو، موږ تر دې د مخه هم صادقانه هڅه كړې چي ټول مجاهدين په يوه صف كي، تر يوه چتر لاندي راغونډ كړو، داسي چي د جنگ او صلحي په اړه ئې هم دريځ او تگلاره يوه وي او د راتلونكي اسلامي افغانستان د سياسي نظام په اړه هم، له دې وروسته به هم دې هڅو ته دوام وركوو، د ژغورني ملي ميثاق هم په همدې موخه اعلان شوى، له ټولو افغاني لوريو، مخصوصاً له هغو چي نن د اشغال گرانو په ضد جنگېږي دا انتظار لرو چي تر نورو مخكي د دې طرحي ملا تړ وكړي، ځكه چي دا طرحه د اسلام او مسلمانانو په گټه ده
۸ستاسو استازي ادعا کوي چې تا سو کولی شئ نورو ډلې پدې قانع کړئ خپلې وسلې پر ځمکه کیږدي او د مذاکراتو سره  یو ځای شي، دا څنګه ممکنه ده؟ آیا پدې اړه د کوم ګروپ ژمنه له ځان سره لرئ؟ او ستاسو د نوي دریځ په اړه  د هغوی غبرګون څه ډول دی؟ او له هغو افغاني ډلو سره به څه کوئ چې نه مني د معاملې په صورت کې خپله وسله پر ځمکه کیږدي؟  
ځواب: دا يوازي زموږ د استازو خبره نه ده، دا د هر هغه چا خبره ده چي د افغانستان له وضعيت نه دقيق معلومات لري؛ د ټولو انگېرنه دا ده چي كه حزب اسلامي د بحران د حل په اړه له كومي طرحي سره توافق وكړي نو د مقاومت د ليكو اكثر جنگيالي به له دې طرحي سره توافق كوي، د ملت اكثريت به ئې ملا تړ كوي، پاتي محدودو كسانو ته به دا گرانه شي چي له دې طرحي سره تر اوږدې مودې مخالفت ته دوام وركړي.

۹د القاعده له هغو مشرانو سره به معامله څه وي چې نه غواړي جګړه بنده شي؟
ځواب: القاعده اوس په افغانستان كي فعال او پراخ حضور نه لري، د القاعده لپاره اوس عراق او صومال تر افغانستان ډېر مناسب او په زړه پوري مراكزو باندي بدل شوي، امريكايان په دې ښه پوهېږي چي په افغانستان او ټولي دې سيمي كي د القاعده د غړو شمېر سلو ته نه رسېږي. څوك به دا احمقانه محاسبه ومني چي د دغو محدود شمېر كسانو د وژلو يا نيولو لپاره دي يو نيم لك مسلح ځواكونه له څو زره ميله لري افغانستان ته راشي، په داسي حال كي چي په تېرو نږدې نهو كلونو وحشيانه جنگ سره ئې نه دا كسان ونيولى شو او نه ئې ووژلى شو!! موږ په خپلي طرحي كي ويلي دي چي د بهرنيو ځواكونو له وتلو وروسته به بهرني جنگيالي هم په افغانستان كي نه وي. زه مطمئن يم چي القاعده به زموږ له دې طرحي سره توافق كوي
۱۰له ملا عمر سره خپلې اړیکې څه ډول بولئ؟
ځواب: له هغه سره نه كوم ارتباط لرو او نه كومه معاهده، د ميثاق په اړه د طالبانو له ځينو مشرانو سره مذاكرات شوي دي.
۱۱له برهان الدین رباني، عبد رب الرسول سیاف او رشید دوستم سره مو اړیکې څنګه دي؟
ځواب: له دوى سره هم كوم ارتباط او معاهده نه لرو، البته زموږ هيئت له رباني او سياف سره ليدلي او د ژغورني ملي ميثاق په اړه ئې له هغوى سره خبري كړې دي.
۱۲له کرزي سره د خپلو استازو د خبرو له پایلو نه ډاده یاست؟
ځواب: د حزب اسلامي د طرحي په اړه سپيني ماڼۍ او پنتاگون خپل مخالفت څرگند كړ او وئې ويل چي اوس د مذاكراتو مناسب وخت نه دئ!! طبيعي ده چي كرزى د امريكايانو د پرېكړي خلاف له ميثاق سره توافق نشي كولى، كه امريكايان دا واك او حق وركړي نو زه متيقن يم چي له ميثاق سره به توافق كوي
۱۳که د ملګرو ملتو له نوي استازي سيیفن دي میسټورا سره د خپلو تماسونو په اړه څه راته ووایاست او آیا په راتلونکي کې  ورسره د نورو تماسونو  امکانات شته؟
ځواب: زموږ هيئت د ملل متحد د استازي په شمول له ټولو لوريو سره د ميثاق په اړه ليدني كتني درلودې، سټيفن ډي مسټورا يو له هغو كسانو څخه وو چي عكس العمل ئې تر ډېره حده مثبت وو
۱۴که مذاکرت ناکام شي، څه به کوئ؟
ځواب: زموږ له طرحي سره د مخالفت معنى يوازي دا كېدى شي چي جنگ به دوام كوي، څوك چي د ټوپك په خوله موږ ته گواښونه كوي نو زموږ له دې پرته بل ځواب ورته نه لرو چي د گولۍ ځواب په گوليو وركړو، موږ به تر هغه خپله وسله پر زمكه نه ږدو چي ټول بهرني ځواكونه له ټول افغانستانه نه وي وتلي. د جنگ د دوام مسئوليت به بيا هم د هغو طرفونو پر غاړه وي چي د افغانستان پر اشغال ټينگار كوي او نه غواړي افغانانو ته د خپل برخليك ټاكلو حق وركړي.
۱۵که مذاکرات بریالي شي او تاسو له حکومت سره یو ځای شئ، خو د هیواد حالات ښه نشي، او خلک له تاسو نه خواشیني شي، پدې صورت کې به تاسو څه کوئ؟
ځواب: دا غير محتمله فرضيه ده، د مذاكراتو د موفقيت په صورت كي به هر څه بدلېږي، بهرني ځواكونه به وځي، جگړه به پاى ته رسي، د افغان ولس د خوښي منتخب حكومت به رامنځته كېږي، د هېواد لپاره به نوى اساسي قانون تصويب كېږي، د مجاهدينو او ټول افغان ولس ټولي غوښتني به تحقق مومي.
۱۶آیا په هغه جرګه کې د ګډون بلنه درکړل شوې چې د غلام فاروق وردګ تر ادارې لاندې د مې په میاشت کې جوړیدونکې ده؟ او لدې جرګې نه ستاسو توقعات څه دي؟ 
ځواب: موږ په دې جرگې كي برخه نه اخلو، دا يوه حكومتي مشورتي جرگه ده چي غړي ئې د حكومت له لوري غوره شوي، دنده ئې دا ده چي حكومت ته به مشوره وركوي، نه د افغان ولس تمثيل كوي، نه د مجاهدينو استازي په كي برخه اخلي او نه ئې پرېكړي الزامي دي
۱۷په امریکا او لویدیځ کې ستاسو په اړه ډیره بې اعتمادي شته، ددې سبب څه بولئ؟ او د له منځه وړلو لپاره یې څه وړاندیز لرئ؟
ځواب: زموږ استقلال، زموږ د حزب اسلامي هويت، په كورنيو او بهرنيو قضاياوو كي زموږ خپلواك اسلامي دريځ د دې باعث شوى چي امريكايي چارواكي زموږ مخالفت ته ملا وتړي، د روسانو په ضد د جهاد له پيل نه تر نن پوري د امريكايانو افغاني سياست په دې متمركز وو چي حزب اسلامي وځپي او په ضد ئې نوري ډلي رامنځته كړي، كه ووايو چي له حزب پرته نوري افغاني ډلي د همدغه سياست له مخي زېږېدلې دي نو مبالغه مو نه ده كړې، شمالي ټلواله د همدې لپاره جوړه شوه، د حزب په ضد د طالبانو د يوه اړخيز جنگ تر شا همدا سياست وو، نن له دې وېره لري چي مبادا حزب اسلامي په حكومت كي د فعالي او مؤثري ونډي ترلاسه كولو مجال ونه مومي، له ميثاق سره د دوى د مخالفت لويه وجه همدا ده.
۱۸په افغانستان کې د پاکستان رول ته په  کومه سترګه ګورئ ؟ او فعلا له پاکستاني حکومت سره څه ډول اړیکې لرئ؟
ځواب: پاكستان اوس د افغانستان په قضاياوو كي د پام وړ ونډه نه لري، ونډه ئې تر ايران، هند، حتى ازبكستان هم كمرنگه ده، دا د اسلام آباد د چارواكو د هغي ستري اشتباه زېږنده او طبيعي نتيجه ده چي د روسي فوځونو د وتلو پر مهال ئې مرتكب شول، د امريكا تر فشار لاندي ئې لومړي د شمالي ټلوالي مرسته وكړه، بيا ئې په داسي وخت كي زموږ په ضد د طالبانو مرسته وكړه چي د شمالي ټلوالي ټغر د ټولېدو په حال كي وو، كه هغه مهال طالبانو له شا نه د حزب پر سنگرونو بريد نه وى كړى نو د شمالي ټلوالي او د دوى د ايراني او روسي حاميانو ستونزه به همغه وخت حل شوې وه
موږ د پاكستان له حكومت سره هيڅ ارتباط او تماس نه لرو، البته د ميثاق طرحه په كابل كي د دوى سفارت ته هم سپارل شوې.
۱۹څه فکر کوئ آیا د پاکستاني طالبانو تحریک په سمه روان دی؟ په ځانګړې توګه په پاکستان کې د بمي مبارزې په هکله ستاسو نظر څه دی؟
ځواب: موږ لكه څنگه چي په افغانستان كي امنيت او صلح او د جگړي پاى غواړو همداراز په پاكستان كي د جگړي د فوري او بشپړي خاتمې پلوي كوو، گمان مو دا دئ چي د دواړو هېوادو ستونزي د اسلام د دښمنانو له لوري راولاړي شوې دي
۲۰له هغو وسلو والو ډلو سره مو اړیکي څه ډول دي چې د پولې پاکستاني اړخ ته پرتې او تر افغانستانه لاس رسی لري؟ آیا تاسو په پاکستان کې د دوی لاسوهنه تاییدوئ او آیا ستاسو له نظره پاکستاني ډلې باید د افغانستان په جګړه کې د ګډون اجازه ولري؟
ځواب: موږ له پاكستناني طالبانو سره اړيكي نه لرو، افغانان بهرنيو جنگياليو ته ضرورت نه لري، د افغانانو ستونزه دا نه ده چي د جنگياليو له كمښت سره مخامخ دي، ستونزه ئې دا ده چي جنگ ته چمتو مجاهدين په سمه توگه نشي پاللى، ستونزه ئې دا ده چي ټولو گاونډيو ئې له دښمن سره لاس يو كړى او د دوى په ضد د صليبي يرغلگرو مرسته او ملگرتيا كوي
۲۱دا تأثر تر کومه حده صحیح بولئ چې وایي نا پښتون افغانستان  کولی شي د هیواد په بیا ودانۍ او ثبات کې مثبت رول ولري؟
ځواب: پر افغانستان يوازي هغه حكومت خپله واكمني ساتلى شي چي د ټولو افغان پرگنو ممثل وي، د يوه توكم او قبيلې حكومت دوام نشي كولى، كه څه هم د روس او امريكا په څېر ځواكونه ئې تر شا وي.
۲۲څه فکر کوئ آیا موجوده حکومت د ټولو افغانانو متناسب استازیتوب له ځان سره لري؟
ځواب: نه؛ اوسنى حكومت داسي جوړ شوى چي افغان ولس ته ئې نه جوړښت د منلو وړ دئ، نه په هغه كي د بېلو بېلو افغان پرگنو د حضور تناسب او نه ئې كړنلاري او تگلاري، د بريتانيا پخواني صدراعظم د پارلمان يوې جرگې ته په خپلي وينا كي وويل چي په افغان امنيتي ځواكونو كي د پښتنو تناسب پنځه په سلو كي دئ، حال دا چي پښتانه د ټولني له دېرشو نه تر څلوېښت په سلو كي دي!! كه څه هم په اوسني حكومت كي د پښتنو د حضور په اړه د ده له وينا سره نور لوري هم موافق دي خو د افغان ملت د تركيب په اړه د ده وينا د حقيقت خلاف ده، هم د ملل متحد او هم د نورو آزادو ادارو سروې د ده وينا ردوي، ځيني وايي چي پښتانه په سلو كي تر پنځه څلوېښت زيات دي او ځيني وايي تر پنځه شپېته هم زيات دي. اشغاگران تل غواړي قومونه يو د بل په ضد وجنگوي، اقليتونه حمايه كړي او د اكثريتونو په ضد د جنگي ځواك په توگه ترې كار واخلي، د كابل اوسنى حكومت په حقيقت كي د كمونيستانو، شوراى نظار، حزب وحدت او جنبش ملي حكومت دئ.  
۲۳آیا القاعده د افغانستان د مصالحو لپاره ګواښ دی؟
ځواب: اصلي گواښ هغه بهرني ځواكونه دي چي افغانستان ئې نيولى يا د افغانستان په نيولو كي ئې د اشغالگرانو مرسته كړې.
۲۴تاسو ویلي چې له افغانستانه د القاعده وتل غوره ګڼئ، دې هدف ته څنګه رسیدی شئ؟
ځواب: د افغانستان له آزادي وروسته او كله چي بهرني ځواكونه له افغانستانه ووځي د القاعده لپاره په افغانستان او دې سيمي كي د پاته كېدو څه مبرر او توجيه نه پاته كېږي.
۲۵نړۍ ته مو پیغام څه دی؟ 
ځواب: نړۍ والو ته مو پيغام دا دئ چي افغانان صلح غواړي او امريكايان د افغانستان پر اشغال او د جگړي پر دوام ټينگار كوي، په دې صورت كي موږ د مقاومت له دوام نه پرته بله لار نه لرو، په ټول ډاډ او اطمئنان سره وايو چي امريكايان دا جگړه نشي گټلى، نه د فوځونو په زياتولو سره او نه د بې گناه افغانانو په بې رحمانه او وحشيانه وژلو سره، له وتلو پرته بله چاره نه لري، افغانان به هيڅكله له بشپړي خپلواكۍ او د ټولو بهرنيو فوځونو له ايستلو پرته په بل څه راضي نشي.
پاى

نوشته شده توسط تنویرگر در Mon 31 May 2010 ساعت 6:37 | لینک ثابت |