دافغانستان د اسلامي حزب دسیاسي دفتر اعلامیه
بسم الله الرحمن الرحیم
د افغانستان په اړه په لندن کې د جوړیدونکی کنفرانس په خاطر :
دافغانستان د اسلامي حزب دسیاسي دفتر اعلامیه
د دلوې اوم ، ۱۳۸۸
د افغانستان اسلامي حزب ، په ګران هیواد افغانستان ،د ۲۰۰۱ ز کال د امریکایي ځواکونو او دهغې د ناټو د ټلوالې عسکري یرغل یو غیر انساني ، او د ټولو بین المللې نورمونو پر خلاف عمل ګڼي او ددې ټلوالې په لاسو د هیواد اشغال او دهیواد سیاسي استقلال او زمکني تمامیت له منځه وړل په کلکه غندی . ددغه اشغال په پایلو کې تر اوسه پورې زمونږ د مومن او مجاهد ولس په سلګونه زره معصوم کوچنیان ، ښځې ، نارینه ، زاړه او ځوانان په مختلفو بهانو په ډیره بیرحمانه توګه بمباري شوی ، او په سلګونو زره بې کوره شوې او زیات شمیر نور یي معیوب کړل شوی دي .
ادامه مطلب
+ نوشته شده در Thu 28 Jan 2010 ساعت 7:14 توسط تنویرگر
|