د کمکي اختر د رارسېدو په مناسبت د حزب اسلامي افغانستا د محترم امير ورورحکمتيار پيغام
د کمکي اختر د رارسېدو په مناسبت د حزب اسلامي افغانستا
د محترم امير ورورحکمتيار پيغام
بسم الله الرحمن الرحيم
أَلَيْسَ اللَّهُ بِكَافٍ عَبْدَهُ وَيُخَوِّفُونَكَ بِالَّذِينَ مِن دُونِهِ وَمَن يُضْلِلِ اللَّهُ فَمَا لَهُ مِنْ هَادٍ -الزمر ۳۶
گرانو هېوادوالو!
د ايمان او عزت سنگرونو مدافعينو!
وروڼو خويندو! السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
د كمكي اختر د رارسېدو په مناسبت مباركي وايم، الله تعالى دي ستاسو روژې، لمونځونه، طاعات، عبادات او دعاگاني قبولي او د يوه واقعي اسلامي حكومت په راتلو سره دي ستاسو نيكي هيلي ترسره كړي، د مؤمنو مجاهدينو سپېڅلي جهادونه او سرښندني دي قبولي او د شهيدانو وارثينو ته دي اجر او صبر ورکړي، الله تعالى دي زموږ دښمنان له لا زياتي ماتي او ذلت سره مخامخ كړي، او زموږ راتلونكي اخترونه دي په داسي حال كي راولي چي هېواد مو آزاد وي، ټول اشغالگر ځواكونه وتلي وي او په آزاد او خپلواك افغانستان كي د مجاهدينو په لاس د افغان ولس د خوښي اسلامي حكومت قائم شوى وي. إن شاء الله دا ستره او سپېڅلې هيله به ترسره كېږي، امريكايان او انگرېزان به د خپلو روسي ملگرو په څېر زموږ له هېواده وځي او د شوروي اتحاد په برخليك به اخته كېږي، د دې نښي راڅرگندي شوې دي او إن شاء الله رارسېدا ئې لري نه ده. د دې ورځي د رارسېدو په هيله او لدې فرصت په استفادې سره څو عرائض لرم: