له يوه تکړه او قوماندان

محترم مولوى مصطفى (حنيف) سره مرکه

۱ - محترم مولوى صاحب د لوگر ولايت بالخصوص د ازرى ولسوالۍ پيل له کومه او جهادي وضعيت څنگه ارزوۍ؟
جواب: نحمده و نصلي على رسوله الکريم اما بعد!
لله الحمد لوگر ولايت د افغانستان يو د هغو ولايتونو څخه دى چي په تېر جهاد کي ئې هم ځلانده  ونډه درلوده او په اوسني جهاد کي هم د مقاومت په اولنيو ليکو کي حسابيږي، دا يو منلي حقيقت دي چي د لوگر په هره سيمه کي د کبر او غرور څخه ډکي صليبي کوپړۍ رغړيدلي او د همېش لپاره د خپل ظلم او بربريت د سزا له امله خپل انجام ته رسيدلي دي په لوگر کي انشاء الله العزيز جهاد په ډېر شوق سره روان ده خصوصاً په ازره کي صليبيان پدې ندي توانيدلي چي هلته د ځان لپاره يوه قرارگاه جوړه کړي دسېمې د موقعيت له امله ازره هغه خاصه او حاکمه نقطه ده چي بايد امريکايانو دلته شتون درلودلي خو ولې چي هر ځل دوى په دغه پاکه خاوره کي د قدم کېښودلو کوشش کړي د مؤمنو مجاهدينو له لوري له بدوعواقبو سره مخامخ شويدي، دلته په دغه ولسوالۍ کي ٩٠ فيصده حاکميت د مجاهدينو ده د ازرې متدين ولس خپلې ټولي فيصلي مجاهدينو ته راجع کوي او د مجاهدينو له لوري د دوى معاملي فيصله کېږي او مظلوم د ظالم د منگلو څخه خلاصوي
.
سوال
 ۲ : دا يو حقيقت دى چي د ازري باتور او ميړني ولس په تېر جهاد کي روښانه ونډه د ستايني وړ او هېرولو ندي په اوسني جهاد کي ددې ولس رول ته په کوم نظر گورئ؟
جواب:  زه بايد په پوره افتخار سره ووايم که پرون ازره د جهاد دروازه او د مجاهدينو سنگر وه الحمدلله نن هم ازره د جهاد يو مضبوط سنگر دي او ددې ولسوالۍ غيور قومونه په خپله غېږ کي اتل زمريان لري او د همېش دپاره ئې د هيڅ قسم همکارۍ او کومک څخه له مجاهدينو نه ئې سر نده غړولي دا خو د ازري د اولسونو د شهامت نتيجه ده چي هلته مجاهدين په وياړ ژوند تيروي.
 سوال
۳ : په ازره کي د حزب اسلامي د مجاهدينو او گروپونو د شمېر په هکله رڼا واچوئ؟
ځواب: لکه څرنگه چي ازره هسک هسک غرونه او درې لري او يوه پراخه غريزه ساحه ده پکتيا ننگرهار او د کابل سره ئې د غرونو لړۍ شريکه ده نو له همدغه ستراتيژيکي موقعيت له امله دلته په زيات تعداد کي مجاهدين اوسي خصوصاً حزب اسلامي په زيات تعداد کي گروپونه او مجاهدين دلته لري د سېمي په هره دره کي د حزب اسلامي گروپونه ميشت دي بايد په وياړ سره ووايم چي حزب اسلامي په دغه سېمه کي پراخ نفوذ او جهادي قوت لري.
 سوال
٤ : محترم مولوى صاحب د ازري دولس نظر او موقف گيري د روان جهاد په اړه څنگه ارزوئ؟
ځواب: د ازري غيور او متدين قومونه زموږ د جهادي موقف او مبارزي څخه سل په سلو کي ملاتړ کوي دا خو د همدغو با شهامتو ولسونو او قومونو ملاتړ نتيجه ده چي هلته ټول مجاهدين په ډېر وياړ سره ژوند تېروي که د همدغو ولسونو ملاتړ له مجاهدينو سره خداى مکړه نه وي موجود کله به هم مونږ په دغه اندازه په دښمن نه وو بريالي شوي د ازرى متدين اولس کله هم له مجاهدينو سره د همکارۍ نه انکار ندى کړى همېش ئې مجاهدين د خپل سر او مال په قرباني سره نازولي دي مونږ د دوى هر قسمه ځانى او مالي قرباني د قدر په سترگو گورو او له متعال خداى جل جلاله څخه ورته اجر عظيم غواړو.
 سوال
۵: آيا په ازره کي ستاسو او د طالب مجاهدينو ترمنځ په جهادي امورو کي همآهنگي موجوده ده؟
ځواب: د ستاسي د دغې پوښتني په هکله بايد زه په واضحه توگه سره ووايم چي لله الحمد دلته بغير د څه توپير څخه ټول مجاهدين سره په هماهنگۍ کي وخت تېروي د يوه او دبل څخه په کلکه دفاع ترسره کوي، د يوه الله اکبر په غږ په دښمن مرگوني گذار ترسره کوي دلته ټول هغه مجاهدين چي د الله په ځمکه ئې د الله جلجلاله د دين د حاکميت او د اعلاء کلمة الله په خاطر خپل ټوپک اوچت کړي سره وروڼه دي، چي مونږ صرف په ازره باندې حساب نکوو بلکي په ټول لوگر کي الحمدلله د حزب اسلامي او تحريک طالبان په نامه د مخلصو مجاهدينو په مابين کي دا تفرقه او اختلاف نشته او نه به هېچاته ددي اجازه ورکړي چي د مجاهدينو په ليکو کي دي اختلاف پيدا کړي دا خبره بايد له پام څخه ونه باسو چي د دنيا ډېرى استخباراتي کفري کړۍ پدې باندې شپه او ورځ بوختي دي چي د مجاهدينو په مابين کي په يونامه او بل نامه اختلاف او درز پيدا کړي خو تراوسه پدې ندي توانيدلى چي خپل شوم اهداف مخ ته بوځي الحمدلله د لوگر مجاهدين ډېر زيات زيرکه او دښمن په طوطيئو پوه دي او همدا د لوگر يو لوى افتخار ده چي د الله اکبر تر لاندي له يوه سنگر په دښمن فير کېږي چي د اسلام د دښمنانو توطيې ټولي شنډي کړيدى او د لوگر هره لويشت ځمکه ئې صليبيانو ته تنور گرځولي ده!
 سوال
۶: محترم قوماندان صاحب تاسو افغان ولس ته څومره ډاډ ورکولى شئ چي د صليبي اشغالگرو پرخلاف روان جهاد او مقاومت کوم پړاو ته رسيدلى؟
ځواب: مونږ افغان او مجاهد اولس ته په پوره اطمينان او ډاډ سره ويلي شو ان شاء الله العزيز روان جهادي مقاومت د کاميابي اخرې درشل ته رسيدلى دئ د مجاهدينو روحيه ډېر اوچته ده او عزم ئې پوخ دي صليبي اشغالگرې قواوې د زخمي مار په شانتي هرى خواته خوله اچوي د صليبي اوباما حالات کټ مټ کمونيست گورباچوف ته ورته دى او دده د غلام کرزي حالت د داکتر نجيب له حالاتو سره هېڅ توپير نلري، ان شاء الله هغه ورځ په رارسېدو ده چي افغانان د آرامۍ ساه واخلي او د حق زريني وړانگي ئې د وطن په سر دروباندې راوخيژي
.
سوال
۷: عالقيدر مولوي صاحب د امريکا او د هغو د لاس کښينولي حکومت ترمنځ ستراتيژيک تړون ته په کومه سترگه گورۍ؟
ځواب:امريکايي ستراتيزيک تړون زمونږ د هېواد د اشغال دوهم نوم ده امريکايان چي کله پدې باندي پوهه شول چي صليبي ديموکراسي په مؤمنو افغانانو باندي د نوي عصر په موډرنو وسلو په زور نشي تحميلولي او دا درس ئې واخيست چي افغان هغه قوم نه ده چي په زور او د ظلم او جبر په ترسره کولو سره به په دوى باندي حکومت وکړي نو همدغه کرغيړن پروگرام ئې شروع کړ دا دوې اخري ناکامي هڅې دي چي خپل اشغال ته يو قانوني رنگ ورکړي خو څه نتيجه به ورنکړي د افغانستان غيور ملت به د دوى په توطيو غلط نشي او خپل مسلحانه جهاد ته به تر هغي ادامه ورکړي ترڅو ئې چي د دوى ټول کفري پلانونه شنډ کړي نه وى او له خپلو شومو پلانونو او اهدافو ترسره کولو سره ئې يوځاي له دغه پاکي خاوري ايستلي نه وي خپل ټوپک به په ځمکه کېنږدي او خپلې مبارزي ته به دوام ورکړي که تاسي پخوانۍ صليبي جگړې مطالعه کړئ او تېر تاريخ ته په غور سره نظر واچوئ نو په آسانۍ به درته معلومه شي چي صليبيان هېڅکله هم مسلمانان نشي زغملى او د هر وخت دپاره ئې ورته دسيسي او توطئي جوړې کړي دي نو بناءً بايد په جوته سره ووايو چي اوسني ستراتيژيک تړون هم د امريکايانو د صليبي توطيو د استمرار کړۍ ده او بس.
 سوال
۸: افغان مجاهد ولس خصوصاً په تاوده سنگرونو کي ولاړو مجاهدينو ته څه پيغام لرئ؟
ځواب: زمونږ ټول غيور افغان ولس ته او خصوصاً په سنگرونو کي پرتو مجاهدينو ته همدا پيغام ده چي بايد له صبر او استقامت څخه کار واخلي دا د الله جل جلاله يو ستر عظيم امتحان ده چي مونږ ورسره مخامخ ياستو او الله جل جلاله به ضرور د مجاهدينو حمايت کوي دا خو د الله جل جلاله د نصرت نتيجه وه چي پرون ئې د همدغو مجاهدينو په لاس د کمونيزم ستره امپراطوري ختمه کړه اونن ئې د دنيا ټول صليبي قوتونه په لړزه راوستلي دي ان شاء الله هغه ورځ لرې نده چي صليبيان به د کمونستانو په څېر د تاريخ ستري کندى ته ولوېږي، بايد زيرک ، هوښيار ووسي، چي د کفارو هيڅ شيطاني کړۍ په تاسي کي درز او اختلاف پيدا نکړي دوي ټولو سرحدي مالي فرهنگي سياسي اختلافات يوې خواته کړي او د اسلام او د مسلمانانو په خلاف له يوه سنگره مونږ سره جنگېږي غواړي چي د اسلام دغه اهمه نقطه په خپل ولکه کي راولي او د مسلمانانو مقاومت ختم کړي دوې پدي باندي پوهه دي چي افغانستان هغه خاص او مهم موقعيت لري چي ددې موقعيت له منځه وړلو سره د اسلام برم او وقار ختمولي شي.