د مرغومي ٦ مه د پخواني شوروي اتحاد د زوال پيلامه!
د مرغومي ٦ مه
د پخواني شوروي اتحاد د زوال پيلامه!
د پخواني شوروي اتحاد يا کمونيستي امپراتورۍ ستنې هغه مهال کاواکه او لړزانده شوې چې په مادي ځواک مغرورو چارواکو يې په افغانستان باندې د الحادي سرو لښکرو د مارش کولو تېروتنه وکړه – د ١٣٥٨ لمريز کال د مرغوي (جدي) د مياشتې په (٦مه) نيټه د فقيدې شوروي امپراتورۍ سرې لښکرې په دې تمه او د خپلو ملحدو افغاني الاصله بړيڅو په ټټر وهلو – د مسلمانو او مؤمنو افغانانو په سپيڅلي او مجاهد پالونکي ټاټوبي راننوتلې چې که وکړاى شي د ښکيلاکگر پيتر کبير ، له ځانه سره گورته وړى ارمان د افغانانو په ايل کولو او د سمندرتودو ابو ته په ځان رسونې سره پوره کړي!!
خوله دې ناخبره چې هيڅ ښکيلاکگر او تاړاکگر ځواک، د افغان مجاهد او ننگيالى ولس د ټينگ او نه ماتېدونکي مقاومت له لامله په روغ زړه بيرته نه دى وتلى.
له کفر ځپونکو افغان ميړنيو ، په دين، آزادۍ او وطن مينو مجاهدينو سره له لس کلنې جگړې وروسته نه يوازې دا چې روسي ځواکونو له شرمه ډکه او تاريخي ماتې وخوړه ددې اسلامي هيواد په دښتو، درو او لوړو او ژوروکې يې د وژل شويو عسکرو په غوښو ليوان او کارغان ماړه شول – بلکې دغه اوياکلنه امپراتوري داسې ټوټه او وشړيدله چې له نسه يې پنځلس آزاد رياستونه رابهر شول.
د افغانانو په خاوره چې د مسلمانو، مجاهدو، غيرتي او پتمنو شاه زلمو کور دى – بريد کول – تاړاکگروته له ورايه آسانه بريښي خو عقل يې هغه وخت سرته ورشي چې کله ددې اسلامپالي او مجاهد پاهلي هيواد د اصيلو بچو له جهادي مقاومت سره مخ شي، له افغان مجاهد ولس سره له پنجې نرمولو وروسته اوس د پخواني شوروي اتحاد انجام د نړيوالو په وړاندې لکه ويړکتاب داسې پروت دى.
د امريکا په مشرۍ د امپرياليستي امپراتورۍ جنايتکارو او ليونيو چارواکو هم د روسانو په شان ستره تيروتنه کړې او خپل ترهگر صليبي ځواکونه يې د افغانستان د لاندې کولو او د مسلمان او مجاهد افغان ولس دايلو کولو او په دې هيواد کې د ديرې اچولو په موخه ننه ايستلي!! خو اوس ورنه دبيرته وتلو لارورکه ده، د ميړنيو مجاهدينو د برياليو عملياتو په نتيجه کې هره ورځ په لسگونو صليبي عسکر خپلې ککرۍ خوري ، چورلکې يې راوغورځيږي، ټانکونه يې ويجاړيږي، د صليبي عسکرو جنگي مورال دومره راغورځيدلى چې د مجاهدينو د مرگونو گوزارونو له ويرې ځينې يې په نشه يي توکو معتاد شوي، ځينې يې ځان وژنې کوي او ځينې يې په اروايي ناروغيو اخته شوي، ان چې د امريکا د ديواليه کېدو په وجه صليبي عسکرو ته په کافي اندازه خوراکي توکي هم نه رسيږي، دا حقيقت اوس له شک او شبهې څخه بهر شوى چې امريکا د زوال او سقوط په درشل کې ده او ډير ژر به د پخواني شوروي اتحاد په برخليک اخته شي او له نسه به يې٥٢ آزاد رياستونه را بهرشي.