ډير اتلان مو دي پراته په زولنو تړلي
چې يې وطن راته خوشبويه په سرو وينو کړلو
په هر يو کلي کې بې شمېره شهيدان لرمه
ډير اتلان مو دې پراته په زولنو تړلي
په کيوبا او په باگرام کې ډير بنديان لرمه
خپل مې لاسو کې ورکوي دې مغربي خامار ته
کلي په کلي ډير بې ننگه گاونډيان لرمه
براى نام مسلمانان ټول غلامي کوي اوس
مړ د ډالرو پسې خورکى مسلمان لرمه
خپلواک وطن مو نن قبضه کې د کفارو پروت دى
ډير بې ضميره بې غيرت وطن فروشان لرمه
شکر وباسم چې پراته په سنگرو کې هم شته
د حکمتيار پشان باننگه رهبران لرمه
شپه ورځ لگيا دي د اسلام په خاطر جنگ کوينه
بې څوکه نه يم ډير پياوړي اتلان لرمه
زه جهادي ترينه قربان شم چې غازيان وگورم
وطن به وگټي ان شاء الله اتلان لرمه
+ نوشته شده در Mon 6 Sep 2010 ساعت 7:52 توسط تنویرگر
|