د سنگر حق جبهې شهيدان

د شهيد قوماندان عيسى خيل(همت) لنډ ژوندليک
شهيد قوماندان عيسى خيل(همت) دمرحوم الحاج بهرام خيل زوي دميدان وردگو ولايت دنرخ ولسوالۍ دادل دقريې اوسيدونکى وو شهيد قوماندان عيسى خيل (همت) دنجيب دکمونستي حکومت په ضد دلومړي ځل لپاره دجهاد سنگر ته دشپاړسو ١٦ کالو په عمر را ودانگل او دجهاد په مقدسه فريضه کې د برخې ا خيستو سعادت يې په برخه شو شهيد قوماندان (همت) له وړکتوب څخه د جهاد شايق وو شهيد قوماندان عيسى خيل همت د ايثار فداکاري شجاعت نيکو اخلاقو او همت بيلگه وو دجهاد په ترڅ کې يې مشکلاتو او سختيو دجهاد او مبارزې سره دمقابلې عزم ټيټ نکړ او هميشه به يې دالله جل جلاله دمرستې او کومک په اميد ديو صابر او شکيبا شخصيت په توگه مقاومت کاوو دسختو او پيچلو حالاتو په وخت کې به يې دتسکين او اطمينان نښې په څيره کې له ورايه ښکاريدې پر افغانستان دصليبي اشغالگرو له حملې وروسته يې د جهاد او مبارزې لاره د خپل ژوند مشال وگرځوله د لومړي ځل لپاره د سنگر حق جبهې د پټو او سري گروپونو له جملې څخه د يو گروپ مسؤل تعيين شو او تقريباً تر درې کاله ئې په همدې توگه دجهاد فريضه ادا کړه او له درې کاله پس او د شهيد قوماندان سيداگل (روحمل) له شهادت وروسته د سنگر حق جبهې دعمومي قوماندان په توگه د دې جبهې د نظامي شورا له خوا وټاکل شو له صليبي اشغالگرو ځواکونو سره په جهاد کې ئې څو ځله يرغلگرو ځواکونو ته سخته ماتې ورکړه او درانه ځاني او مالي تاوانونه يې ور واړول اوله امريکايي قواوو سره په جگړه کې يوځل سخت ټپي هم شو او له صليبي لښکرو سره به د هميش لپاره دجهاد په ميدان کي ديو صابر مجاهد په توگه ولاړ ؤو .
لنډه دا چې د صليبي لښکرو او د هغوى د مزدورانو او جاسوسانو لپاره د سترگو اغزى و او دکفر او نفاق له ټولو جبهو سره ئې بى دريغه مبارزه کوله .
شهيد قوماندان عيسى خيل همت دحزب اسلامي افغانستان يو له هغو هدفمندو قوماندانانو څخه ؤ چې خپل دين، تنظيم او خپل تعهد ته ئې د وفادارۍ مثال په ځاى پريښى دملکي او اجتماعي قضاياوؤ په اړه مسايل به يې علماوو او قومي مشرانو ته سپارل د نظامي کارونو په اړه به ئې له نورو نظامي قوماندانانو سره مشوره کوله له خپلو مجاهدينو ، ولس او دحزب اسلامي له موقف څخه به يې دسر په قيمت دفاع کوله دتقوا او ديانت اثار به ئې په چهره کې له ورايه ښکاريده او بالاخره د ديارلس سوه نوييم کال ١٣٩٠ کال د روژې مبارکې مياشتې په يو ويشتمه ٢١ شپه په دوو بجو (٢) دصليبي لښکرو لخوا پرې ناڅاپي بريد وشو او شهيد قوماندان (همت) او ملگري ئې شهيد محمد عادل (موحد)  ځوابي جنگ شروع کړ چې په نتيجه کې يې اوه تنه امريکايي سرتيري د جهنم کندي ته وليږل او له دوه نيم ساعته مسلسل مقاومت وروسته د امريکايي چورلکو لخوا  د اووه ديرشو ٣٧ کلونو په عمر دشهادت لوړ مقام ته ورسيد .
روح دې ښاد او ياد  دې يې تل وي                                                      انا لله وانا اليه راجعون
د شهيد محمدعادل مؤحد لنډ ژوندليک
شهيد محمد عادل د ١٣٦٧ هـ ش کال د حمل په مياشت کې دې فاني دنيا ته دجسم په بڼه کې سترگې را وغړولې هغه د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ د صد مردې د نسيم خيلو دکلي اوسيدونکى دمحمدصابر زوى ؤ . د يوې مجاهدې علم دوستې او له اقتصادي پلوه په يوې متوسطې کورنۍ پورې تړلى وو له وړکتوبه يې ځينې خاصې منحصر په فرد پورې ځانگړتياوې او جذاب عادتونه درلودل د ښه سالم بدن او سليم عقل خاوند وو ډير نيک اخلاق او خندان شخصيت يې د هر چا د ژبې وِرد ؤ، له تولد سره يې دکفر او استبداد لخوا د ځوريدلو او کړيدلو مرحله پيل شوه هغه لا نوى دنيا ته راغلى ؤ چې د روسانو يوه لويه قوه زمونږ ولسوالۍ ته راغله ډير وحشت بمبارد مرگ او ژوبله يې پيل کړه چې مونږ د وردگو دجلگې منطقى غرونو ته په هجرت مجبور شو او ډير مشکلات مو وليدل دخپل ژوند په اوه کلنۍ کې د صدمردې د محمد موسى شهيد په ليسه کې داخل او خپل درسونه يې په عادي ډول تعقيبول چې هر کال به په لوړو نمرو کاميابيده چې بالاخره د ١٣٨٧ هـ ش د امتحان په صحنه کې ناست وو چې دصليبي يرغلگرو لخوا زمونږ په ولس دجنگ او بمبارد وحشيانه گذارونه پيل شول او هغه د امتحان له صحنې څخه را ولاړ شو او دخپل کلاشينکوف په ملتيا د خپل سنگر له ملگرو سره يوځاى شو او بيا نو مکتب ورڅخه پاته شو هغه لا له ١٣٨٥ هـ ش کال څخه په جهاد کې مصروف وو خو په ١٣٨٨ هـ ش کال کې له خپل ملگرى شهيد قوماندان عيسى خيل (همت) سره يوځاى ديو سخت جنگ په نتيجه کې سخت ټپي شو چې تقريباً اتلس ځايه ټپي شو خو چې کله بيرته جوړ شو نو بيا خپل سنگر ته په ستنيدو سره يې ډيرې اتلولۍ  او قهرمانانه کارنامې ترسيم کړې او د کفر، استکبار، ظلم ، استبداد، د شر ، فساد  او نفاق په وړاندې ديو مقاوم او شجاعانه دريځ په اختيارولو سره دخپل شجاعت ، غيرت او وفادارۍ بيلگې او مثالونه پريښودل هغه دمجاهدينو په منځ کې په ښو اخلاقو ، خاکسارۍ تواضع، احترام ، زړه سوي، له اسيرانو سره په ښه سلوک، له داخلي شخړو ځان ساتل، پوره تقواء، ډير ذکر، په هره قضيه کې له الله نه ويره، ډير زيات شجاعت، وفاداري او په جنګ کې بې حده جرئت، ميلمه پالنې، او نورو لوړو اوعالي صفاتو سره شهرت درلوده او چې کله به کورته راغى نو ډير ژر به په تنگ شو په بيرته تگ به يې اسرارکاوه او ويل به يې چې مجاهدين ډير تنهادي او زړه  مې آرام نکوي چې بالاخره دخپلې وفادارۍ او زړه سوي په خاطر په خطرناکو حالاتو کې منطقي ته لاړ او دصليبي اشغالگرو د جاسوسي کړيو لخوا تر تعقيب لاندې وو چې مخکې هم څو واره ددښمن له چاپو څخه په ځان ژغورلو بريالي شوي وو خو پدې  وار د ١٣٩٠ هـ ش کال د روژې د مبارکې مياشتې د يويشتم په شپه له خپل ملگري شهيد قوماندان عيسى خيل همت سره يوځاى چې درې کاله وړاندې هم دواړه يوځاى زخميان شوي وو دصليبي امريکايي ځواکونو لخوا چاپه ورباندې ولويده چې د زيات مقاومت په وجه يې ٧ – امريکايي عسکر په هلاکت ورسول او هغوى د پياده عسکرو له محاصرې نه ځان خلاص کړ خو ددښمن هوايي ځواکونو هغوى تعقيب کړى وو او بالاخره دهليکوپترو او بى پيلوټه طيارو په واسطه هغوي په شهادت ورسيدل .
روح دې يې ښاد او ياد دې يې تل او گرامي وي                                انا لله و انا اليه راجعون
شهيد اسامه فقيرى رحمه الله
شهيد اسامه فرزند حاجى وزير محمد در سال (١٣٧٢) هـ در کمپ شهيد پرور نصرت مينه بدنيا آمد.
قرآن را در دار الحفاظ مسجد جامع به کوشش قارى صاحب محمدعبدالله به لهجه نهايت دلنشين و زيبا حفظ نمود، درس هاى دينى را نزد والدين و دروس عصرى را تا صنف يازدهم در ليسه مجاهد پرور قيس بن سعد رضى الله عنه دنبال نمود.
ترجمه و تفسير قرآن کريم را چند بار در حلقات مولوي صاحب غلام الرحمان حفظه الله به پايان رساند، تعليم و تربيه جهادى را بار اول در سن سيزده سالگى در مرکز تدريب حزب اسلامي افغانستان در غند خالد بن وليد رضى الله عنه همراه با کاکا و کاکازادهايش فرا گرفت، که درين جريان صداى زيباى آذان و نمازهايش بهترين فضاى معنوى را در مرکز ايجاد کرده بود، درهمان سن کودکى در پياده گردى، خدمت به همراهان و در پهره دارى پيش قدم بود.
دور دوم تربيه جهادى را در مرکز تدريب شهيد احمدى در تگاب و دور سوم را در مناطق سرحدى افغانستان به درجه ممتاز به پايان رسانده و به صفت استاد تدريب قبول گرديد.
شهيد اسامه در سنگرهاى خوگيانى تحت قيادت شهيد عبيد و در سنگرهاى تگاب تحت قيادت قومندان شيراغا فريضه جهاد را ادا مى نمود.
بعد از شهادت صابر نصرتيار در رمضان سال گذشته که يکى از دوستان صميمى همدوره حفظ او بود، همه ذهن و دماغش را فکر شهادت احاطه کرد، چنانچه شاعر شيرين کلام قارى فياض در مورد او ميگويد:
بسربودش هواى وصل جانان جنت رضوان
ز درد سينه بودش قلب با ايمان آگاهى
ز درد دين ميهن آتشى در عمق جانش بود
بهر سومى کشيدش عطش جانگاهى بهرگاهى
با شنيدن خبر شهادت صابر شهيد به کندز رفته سلاح اورا به آرزوى شهادت به شانه انداخته و پيوسته براى کسب درجه شهادت دعا ميکرد.
مدتى بعد بنا بر فشار دوستان جهت ادامه درس ها در صنف دهم به خانه برگشت.
بعد از ختم صنف دهم و قبل از امتحان سالانه با همصنفان و دوستان در نصرت مينه وداع نموده و براى هميشه تا شهادت با ديار هجرت خدا حافظى کرد، زيرا خوابى ديده بود که معبران آنرا نايل شدن به درجه شهادت تعبير کرده بودند، در ماه مبارک رمضان در ولايت غزنى همراه با ديگر همسنگران ابتدا در ولسوالى قره باغ بعد در اندړ چون سايه دشمن صليبى را در هر کجايى تعقيب و مورد حمله قرار ميدادند، روزها را چون شيران گرسنه در کمين کاروان هاى اکمالاتى دشمن و شب ها را چون راهبان در مساجد به عبادت و شب زنده دارى، تراويح و قيام سپرى ميکردند، در روزهاى اخير رمضان وقتى به قريه قنفس ولسوالى اندړ چشمش به مسجدى مى افتد که آنرا در خواب ديده و برايش گفته شده بود که در همين مسجد شهيد خواهى شد، ديگر اين قريه و اين مسجد را ترک نکرد، پعد از سپري نمودن آخرين روز رمضان و خوردن افطارى اطلاع مى رسد که امريکايى ها قصد دارند به همين قريه حمله شبانه نمايند، او وهمسنگرانش که ساعت ها پياه دنبال کاروان هاى کفار مى رفتند اين بار از آمدن آنها با پاهاى خودشان به هلاکتگاهشان نهايت خوشحال شده و شب را در انتظار چاپه صليبى ها بيدار سپرى ميکنند، چهار تن از نقاط مختلف زمين  که عقيده و ايمان آنها را در زير سقف مسجدى جمع کرده بود، شب عيد را در انتظار ضربه زدن به کينه توزترين دشمن اسلام لحظه شمارى ميکنند.
ساعت دو بجه شب عيد صليبى ها با چهار هيلکوپتر نفر بر به قصد حمله بر خانه يى که اين جوانان خدا جو آخرين افطارى خود را درين جهان آنجا بودند در اطراف خانه پياده شده و وارد خانه مى شوند، غافل از اينکه شيران تشنه در عقب شان داخل مسجدى مستحکم بدور از خانه هاى مردم بى صبرانه در کمين اند.
به مجردى که صليبى ها خانه مورد نظر را محاصره ميکنند شيران تشنه بر آنان به يکبارگى يورش برده و بيست و پنج نفر انانرا طى جنگ دو ساعته به هلاکت مى رسانند، وقتى مرمى هايشان تمام شده و هر کدام چندين زخم بر تن دارند به مسجد پناه مى برند ولى صدها تن لشکر جبون صليبى هر گز جرئت نزديک شدن و اسير کردن چهار تن مجاهد زخمى و بى سلاح را نداشتند، در نهايت با آمدن هيلکوپتر هاى جنگى دشمن و ويران کردن کامل مسجد چهار تن غازيان زخمى به يکبارگى جام شهادت نوشيده و به ارمان ديرينه خود رسيدند.
صبح روز عيد همزمان با اداى نماز عيد هزاران تن از اهالى غزنى شهداى مسافر را در غياب اقارب و دوستان شان با نهايت حرمت و عزت بخاک سپردند روحشان شاد و راهشان پر رهروباد.
د شهيد قومندان عبيدالله شمس ژوند ليک
شهيد عبيدالله شمس چې د مجاهدينو په ليکو کې يې په وحدت سره شهرت درلود، د مولوي شمس الرحمان دانشيار زوى او د مرحوم قاضي حمزه گل لمسى په ١٣٧٠هـ ش کال کې په يوه مجاهد او دين پروره کورنۍ کې زيږيدلى دى، ابتدايي تعليمات يې د جلال آباد په مياعمر ليسه کې سرته ورسول له هغې وروسته د نصرت مينې قيس بن سعد رضى الله عنه عالي ليسې کې داخل او بيا بالآخره د علامه سيدجمال الدين په ليسه کې له دولسم ټولگي څخه فارغ شو، هغه لا زده کوونکى ؤ چې د صليبيانو په ضد يې په زړه کې د جهاد شوق او جذبه وه، هغه به په خپل تعليمي ماحول کې په تنکي عمر همصنفيانو او حتى استادانو ته د جهاد بلنه ورکوله او تل به يې د خبرو موضوع د جهاد دفاع او د صليبي دښمن د خطراتو په هکله څرخيده، نشيط او با احساسه نوجوان د خپل عمر په څوارلس کلنۍ کې د تگاب په جبهه کې په عملي جهاد لاس پورې کړ او بيا يې جهادي سفرونه بغلان، ميدان وردگ او لغمان ته وغزېدل، تر دې چې د خپل ورور انجنير عبدالله ملک په مشرتابه د خوگياڼو د وزيرو د منطقي نظامي مسئوليت ور په غاړه شو، نوموړي تنکي شهيد په ميړانه د څلورو داسې کاميابو عملياتو قومانده په لاس کې لرله چې دښمن پکې درانه ځاني او مالي تلفات ليدلي او همدا راز يې د خپل راکټ لانچر په مرمۍ درې امريکايان د هلاکت کندې ته رسولي، نوموړى د روژې مبارکې مياشتې په اتلسمه شپه پداسې حال کې چې په همدې مازديگر يې کامياب عمليات تر سره کړي وو، د صليبي دښمن يو ټانک يې له سپرو سره له منځه وړي ؤ، د افطار پر وخت د صليبي دښمن د بمبارد لاندې راغلل چې د دښمن د دغې بزدلانه ناکامې هڅې وروسته چې په کې لس  جنگي جازونو او څرخي الوتکو برخه اخستې وه، مجاهدين د څلورو خواو د محاصرې سره مخامخ شول، چې بالآخره دغه اتل شهيد د خپل مشر ورور شهيد عبدالرحمان په پل قدم کېښود، چې بالآخره د څلور پرله پسې ساعتو مخامخ جگړې وروسته د خپلو څلورو ملگرو هر يو شهيد قدرت الله هارون ميرزا، شهيد حافظ محمدياسين، شهيدعبدالشکور او شهيد اجمل سره يوځاى د شهادت جام وڅښلو.
انا لله وانا اليه راجعون