د ١٣٩٠ لمريز کال دوږي په مياشت کې

 دحزب اسلامي اتلو مجاهدينو بريالي بريدونه

را ټولوونکى : عبدالکريم ساپى
دا د افغان مسلمان  او مجاهد ولس شعار دى چې يا د عزت، آزادۍ او خپلواکۍ ژوند او يا شهادت! ، يا کامراني اويا دخپلو غيرتي ککريو نذرانه! لله الحمد تاريخ گواه دى چې دې په اسلام، آزادۍ او خپلواکۍ مين ولس د خپل  دغه  شعار د ځلانده ساتلو په موخه دخپلو پاکو وينو او غيرتي ککريو په نذرانه کولو سره د هر بهرني غليم، تاړاکگر او په مادي قوت مغرور ځواک ناپاکې او شومې ارادې له خاورو سره خاورې کړي ناکام او نامراده يې له خپل پتمن او مجاهد پاله ټاټوبي (افغانستان) نه تيښتې ته اړ کړي په داسې حال کې چې د ډيرى سرتيرو په ناپاکو مړو يې ددې هېواد کندې او گړنگونه په هديرو ډک او بدل شوي ! له همدې لامله ده چې افغان ميړنيو مجاهدينو د خپل مسلمان ولس ددغه ژوندني شعار دتلپاته او ژوندي ساتلو لپاره د يوويشتې پيړۍ د يوازيني مادي زبرځواک يعنې د خونخوارې، اشغالگرې او جنايتکارې امريکا د وحشي، انسان دښمنو، اسلام او خپلواکۍ دښمنو لښکرو  په وړاندې په ميړانه دجهاد سنگرونه تاوده ساتلي، دجگړې په هرمحاذ او جبهه کې دميړنيو مجاهدينو له داسې درنو او کفر ځپونکو گوزارونو سره مخ دي چې شيبه په شيبه، ورځ په ورځ او مياشت په مياشت يې د تابوتونو په شمير او  د مالي زيانونو په کچه کې زياتوالى رامنځ ته کيږي، جنگي الوتکې او پوځي چورلکې يې د مجاهدينو د راکټي بريدونو ښکار کيږي او را نسکوريږي، ټانکونه او پوځي شوبلې يې په بمي بريدونو کې ټوټه ټوټه او ويجاړيږي، اکمالاتي او لوژستيکي کاروانونو ته يې اورونه اچول کيږي – لنډه دا چې د امريکا په مشرۍ اشغالگرصليبي ځواکونه په افغانستان کې د افغان مومنو او فاتحو مجاهدينو دسخت او بريمن مقاومت په وجه له داسې بدې ورځې او بدحالت سره مخ شوي چې روحيات يې بايللي، جنگې مورال يې غورځيدلى – په انديښنو او رواني ناروغيو اخته شوي – د ژوند تمه يې پرې شوى – او د افغانستان هره ونه، بوټى او حتى هر سيورى ورته مجاهد او دسرقاتل ښکاري !!
تيره يعنې د وږي (سنبلې) مياشت هم د امريکايي،ناټو او صليبي ايتلافي يرغلگرو اشغالگرو لښکرو لپاره په افغانستان کې نه يوازې د افغان غازيانو د سختو او خونړيو بريدونو په وجه د مالي او ځاني تباهيو او برباديو ډک مياشت وه ، حزب اسلامي اتلو مجاهدينو په کابل، ميدان وردگ،خوست، پکتيا، لوگر، غور، ارزگان، هلمند، کندهار، غزني، باميان، کندز، تخار، سرپُل، فراه، پروان، کاپيسا، کونړ، ننگرهار او لغمان ولايتونو کې د برياليو بمي او توغندويي بريدونو  او د مخامخ او ميداني جګړو په ترڅ کې د امريکا په مشرۍ اشغالگرو صليبي ځواکونو ته داسې پاموړ ځاني او مالي زيانونه ور اړولي چې ددښمن د ذهن په پرده دعبرت په دود – د هميشه لپاره انځور او يادگار وي ! دحزب اسلامي مجاهدينو په کفر ځپونکو بريدونو کې د ١٣٩٠ لمريز کال د وږي په مياشت کې په کونړ، ننگرهار، لغمان، کابل، پروان، باميان، بغلان، کندز، تخار، فراه، ارزگان ، هلمند، کندهار، ميدان وردگ، لوگر، پکتيا او خوست ولايتونو کې ٢٤٦ تنه امريکايي، بريتانوي، کاناډايي، پولنډي، دنمارکي، چکي، ايرلنډي، گرجي او په ناټو او صليبي ايتلاف پورې د اړوند نورو هېوادو او ملتونو  سرتيري او همدا راز دکابل د گوډاگۍ ادارې د پرديو ځواکونو ملاتړ اجير مليشه عسکر په هلاکت رسيدلي او نږدې په همدومره شمير کې نور يې مرگوني ژوبل، معيوب او معلول شوي هم دي – حزب اسلامي مجاهدينو دگډ صليبي دښمن له ٩٥ څخه زياتې نقليه وسيلې ويجاړې کړى او له منځه وړى چې په کې ٣٦ محاربوي کوچني او غټ ټانکونه ، پوځي موټر لوژستيکي لارۍ، کانټينرونه او د تيلو د ليږ د ټانکرونه شامل دي ددغو وسيلو زيات شمير په ميدان وردگ، لغمان، کندهار، پکتيا، خوست او فراه ولايتونو کې ويجاړ او له منځه وړل شوي دي .
حزب اسلامي اتلو مجاهدينو په هغو برياليو بريدونو کې چې دميدان وردگ په سيدآباد ولسوالۍ کې ، ددشت توپ او په خوست ولايت کې د امريکايي ځواکونو په پوځي بيسونو يې ترسره کړي په بيسونو کې ولاړې د صليبي دښمن څلور پوځي چورلکې يې ويجاړې کړې او يوه امريکايي بې پيلوټه الوتکه يې رانسکوره کړې ده چې دا د امريکا د اشغالگرې امپراتورۍ لپاره چې ستنې يې له وړاندې نه لړزانده شوې دمکملې بربادۍ او تباهۍ پيغام گڼل کيدى شي . په دې سربيره حزب اسلامي ميړنيو مجاهدينو د وږي دمياشتې په اوږدو کې د امريکايي او حکومتي ځواکونو گڼ شمير امنيتي پوستې ترخپلو بريدونو لاندې راوستې چې په ترڅ کې يې له لسو زياتې پوستې ويجاړې شوې او په پوستو کې موجودې وسلې او جنگي تجهيزات حزب اسلامي مجاهدينو غنيمت او ولجه کړي دي.
په تيره مياشت کې امريکايي او ناټو مورال لويدلي ځواکونه همدا راز د مقاومت د نورو جهادي ليکو دسختو او تباه کوونکو بريدونو هم ښکار شوي چې په ترڅ کې يې دگډ دښمن گڼ شمير سرتيري د هلاکت کندې ته غورځول شوي او د  درنو او ملاماتوونکو مالي زيانونو په گاللو اړ شوي ديوې محتاطانه شميرنې پراساس د مجاهدينو په بريدونو کې د وږي په مياشت کې دامريکا په مشرۍ د صليبي دښمنو ځواکونو له ٣٠٠ زياتو سرتيرو ته مرگ ژوبله اوښتى، له سلو زيات نقليه وسيلې چې ټانکونه، پوځي موټر، اکمالاتي او لوژستيکي لارۍ او ټانکرونه په کې شامل دي ويجاړ او له منځه وړل شوي همدا راز يې درې ٣ پوځي چورلکې را غورځول شوې چې ډير ستر او تاريخي زيان بلل کيږي .
دا د غيرتمنو او ميړنيو مجاهدينو هېواد دى دلته د اشغالگرو او صليبي تاړاکگرو لپاره دپاتې کيدو او ميشت کيدو شونتيا نشته د امريکا لپاره اوس هم يوڅه فرصت شته چې خپل ځپل شوي عسکر له دې هېواده ژر تر ژره وباسي که نه دا پاتې خواره کي عسکر به يې د انگريزي عسکرو له برخليک سره مخامخ او دکارغانو، سپو او ليوانو خوراک به شي .