مصاحبه اختصاصى خبرنگار مجله تنوير

 با برادر محترم قوماندان صاحب امان الله

قومندان صاحب امان از جمله قوماندانان مکتبى و تعليم يافته است که با داشته هاى علمی و  دينى خویش به سنگر جهاد مقدس شتافته، هم در مقابل  تجاوز  روسها رزمیده و هم  اکنون و از مدت ده سال بدینسو بر ضد نيروهاى صليبى در ولايت کنر مصروف جهاد است.
الحمدلله در ولايت کنر حضور مجاهدين حزب اسلامى بطور عام و در ولسوالى شيگل بطور خاص چشمگير است، قوماندان امان الله بخاطر رشادت ها و دلاوری اش در جنگ با امريکايى ها محبوب قلوب مردم منطقه است، وی با وجودیکه قومانده ی دهها گروپ مجاهدین را بعهده دارد با اهالی منطقه و مجاهدينش دوستانه و برادر گونه عمل ميکند، و ازین همین لحاظ است که در مردم شیگل وی را پدر معنوى مجاهدين خطاب ميکند.
الحمدلله ولسوالی شيگل بطور کامل از  لوث کثيف اشغالگران پاک و آزاد است، گاهى هم که نيروهاى اشغالگر صليبي بخواهند حمله کند، جواب دندان شکن دريافت نموده و با تلفات جانى و مالى بيش از حد مايوس بر ميگردند. مجله تنویر لازم دانسته تا با این راد مرد سنگر دفاع از دین و وطن مصاحبه نموده، و هموطنان عزیز خویشرا از جریانات ولایت مجاهد پرور کنرها مطلع سازند، به همین منظور سوالات خویشرا نزد قومندان صاحب امان الله فرستاده و وی آنرا کتبا جواب نموده، که ذیلا خدمت شما خوانندگان عزیز تقدیم میشود:
محترم ورور قوماندان صاحب ! السلام عليکم ورحمة الله و برکاته
هيله من يو زمونږ لاندې پوښتنو ته تحريري ځواب وواياست.
لومړۍ پوښتنه: محترم قومندان صاحب غوره به وي که ځان په مکمله توګه  را معرفي کړئ؟
نحمده و نصلي على رسوله الکريم، اما بعد، فأعوذ بالله من الشيطان الرجيم، قال الله تبارک و تعالى‌: و کان حقاً علينا نصر المؤمنين. الروم: ٤٥
زما نوم امان الله د محمد حکيم زوى د کونړ ولايت د شيگل ولسوالۍ د لاحسين علاقې بکرو کلي کې په ١٣٤٤ کال پيدا شوى يم، د انقلاب څخه مخکې د سنگر شاه په متوسطه کې په اول صنف کې داخل شوم، کله چې کمونستانو کودتا وکړه، زه په څلورم صنف کې وم، يعنې دولس کلن وم، مخکې له دې چې کمونستان قدرت ته ورسيږي، زما يو ورور چې معلم صاحب پير محمد نومېده، په کابل کې د عبدالرحمان بابا په ليسه کې متعلم وه، او بيا دکونړ ولايت اسمار ولسوالۍ کې معلم مقرر شو هغه به مونږ  ته په وړوکوالي کې د خلقيانو او پرچميانو د کفر او بې دينۍ خبرې کولې او زه به يې په دې خبره ښه پوهولم چې دوى ډېر بې دينه او فاسد خلک دي، يعنې د اسلام او دين څخه منکر خلک دي، په عين وخت کې زمونږ د مکتب څلور نفره معلمان چې خلقيان وو، د شپې د مجاهدينو لخوا ختم شول، په دغه وخت کې زه په اول صنف کې وم، په دغه وخت کې حاجي صاحب کشميرخان او څو نورو ملگرو خفيه کارونه کول، کله چې نور محمد تره کى قدرت ته ورسېده، نو د شيگل مجاهدينو په ښکاره طور جهاد شروع کړ او انقلاب پیل شو، نو زما څخه تعليم نيمګړى پاتې شو، کله چې روسانو پر افغانستان يرغل وکړ او بيا کونړ ولايت ته راغلل او ټول مسلمانان يې هجرت ته اړ کړل، چې ټول مسلمانان رامهاجر شول پاکستان ته، مونږ د پاکستان باجوړ په يوسف آباد کمپ کې اوسيدو، ١٢ کاله مو په هجرت کې تېر کړل، د هجرت نه مخکې چې زه لا بالغ نه وم په ١٢ کلنۍ کې مې په جهاد عملي کې برخه واخيسته.
د جهاد سره سره  مې د هجرت په موقع خپل تعليم تر دولسم ټولګي پورې ورسوه ، د کومې ورځې څخه مې چې په جهاد شروع کړې يعنې د کنړ څخه تر ننگرهاره او له ننګرهار څخه تر کابل پورې  مې د خپل امير جهاد حکمتيار صاحب د هدايت او قومندې برابر خپل جهاد ته دوام ورکړی او د الله جل جلاله د حکم سره سم د خپل امير د قومندې مطابق تر مرگ پورې جهاد ته تيار يم.لوى الله جل جلاله دې تېر شوى جهاد رانه قبول او په راتلونکي وخت کې د صحيح جهاد توفيق راکړي.امين
دوهمه پوښتنه: د خپلې سيمې او منطقې د استراتيژيک څرنگوالي او د امريکا د يرغل نه را وروسته جهاد کې د ونډې په  اړه لنډ معلومات راکړئ.
 ځواب: په کومه ورځ چې امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ، د جهاد قايد او د حزب اسلامي افغانستان امير حکمتيار صاحب الحمدلله د ټولو جهادي ډلو څخه مخکې د جهاد اعلان وکړ او ټولو افغانانو ته یې قومنده ورکړه چې له لامله یې په ټول افغانستان او خاص طور کنړ ولايت کې ايماندارو مجاهدينو ميدان ته راودانگل او په جهاد يې شروع وکړه چې همغه جريان او قومنده تر ننه هم روانه ده.
مونږ د حزب اسلامي افغانستان ټول مجاهدين په دې خبره لوى افتخار کوو چې هم د کمونستانو او د روسانو په مقابل کې زمونږ مشر د ټولو ډلو او مشرانو نه مخکې د جهاد اعلان وکړ او د عمل ميدان ته راووت او په موجوده جهاد کې هم د ټولو ډلو او مشرانو نه مخکې  یې د جهاد اعلان وکړ او عملي برخه یې پکې واخيسته، د کنړ په رابطه امريکايانو فکر کاوه چې د کنړ سيمه او منطقه ښه استراتيژيک موقعیت لري، دا به زمونږه د دايمي اوسيدو ځاى او د امن کور وي، ځکه خو یې په کنړ کې ډېرې پراخه پروژې اعلان او په کار شروع وکړه، خو الحمدلله چې کله يې وکتل چې د کنړ خلک د ايمان نه پوره برخمن دي، دا د صليبيانو په چل او فريب ښه پوهېده نو د جهاد قايد د امر سره سم يې په جهاد لاس پورې کړ او د امريکايانو هغه فکرونه او ارمانونه چې دوى سره وو د خاورو سره خاورې شول يعنې ډېرې پروژې چې کار یې ورباندې شروع کړى و، نيمګړې پاتې شوې، مجاهدين الحمدلله په خپلو ارمانونو او پروګرامونو کې کامياب او امريکايان په خپله استراتيژۍ کې ناکام شول.
دريمه پوښتنه: ستاسو سيمه کې د حزب اسلامي مجاهدينو مهمې لاسته راوړنې څه دي؟
الحمدلله د حزب اسلامي با ايمانه او مخلص مجاهدين په ټول افغانستان او بيا خاص طور په کنړ ولايت کې ډېرې زياتې لاسته راوړنې لري. اول: په ټول کنړ  کې د امريکايانو خلاف جنګ تر ټولو د مخه د حزب اسلامي مجاهدینو شروع کړی. دوهم: دنیواکګرو خلاف لومړنۍبمي چاودنه هم  د حزب اسلامي مجاهدينو کړىده. دريم: د ټولو نه مخکې د امريکايانو نه غنیمت د حزب اسلامي مجاهدينو تر لاسه کړیدى.
څلورمه پوښتنه: د جنگ لپاره مو څه ډول لار غوره کړې ده؟
الحمدلله اوس خو هغه وخت نه دى چې څو کاله مخکې و، ځکه اول به مجاهدينو چريکي جهاد کاوه، خو اوس مجاهدين د صليبيانو خلاف څو څو ساعته جنگيږي، هيڅ قسمه مشکل ورته نه وي، خو فعلاً چې ډېر د مجاهدينو لپاره ګټور او امريکايانو لپاره زیان اړونکې دي هغه بمي چاودنې دي چې مصارف يې کم او امريکايانو ته یې نقصان  ډېر دى، نو اوس اکثره په کنړ کې دغه تجربه تکراريږي، ٥-٤-١٣٩٠ امريکايان د شيگل او د وټپور تر منځ ښکته شول چې په نتيجه کې د هغوى ٣ هيليکوپترې په مکمل ډول د حزب اسلامي مجاهدينو په لاس له منځه ولاړې.
پنځمه پوښتنه: پدې وروستيو کې ستاسو د منطقې مجاهدينو ښه تحرکات او فعاليتونه درلودلي که په تفصيل سره پرې رڼا واچوئ؟
الحمدلله په ټول کنړ کې د حزب اسلامي مجاهدينو ښه فعال او منظم دي، همېشه د يوې ولسوالۍ مجاهدين د بلې ولسوالۍ د ملگرو او مسئولينو سره دوامداره رابطې ساتي، يو د بل د مشکل نه ځان خبروي، د يو امیر او مشر تر قومندې لاندې کار کوي، په خپلو کې ښه ښکلى اتفاق لري او د مشرانو لخوا نه چې ورته کوم مسئول ټاکل کيږي د هغه ښه پوره اطاعت کوي، د يوې ولسوالۍ څخه بلې ولسوالۍ يا کومې سيمې ته تلو راتلو کې هيڅ قسمه مشکل نه وي، مجاهدين د ورځې وغواړي که د شپې بې مشکله او بې خطره گرځېدلى شي اوس مجاهدين په کليو جماعتونو حتى په سرکونو ډلې ډلې گرځي، خپلې ټولې غونډې او مشورې په رڼا ورځ کوي، دښمن د خپل ځايه يعنې بيسونو(اډو) او ولسواليو څخه په مياشتو مياشتو کې هم بهر نه وځي، یو کیلومتر هم د جهازونو له کومک او بدرګې پرته بهر نشي وتلی، د دوی حکومت د بیس او ولسواليو داخل کې دی، د انګړ څخه بهر چې ډېر زيات مجبوره شوي نه وي او چې کله ډېر زيات مجبوره شي بيا د جهازونو او طيارو په زور له خپلې ځالې بهر وځي.
شپږمه پوښتنه: د امريکا او ناټو مسئولين ستاسو له سيمې نه څه خاطرې لري، پدې اړه خپل مستند شواهد د تنوير مجلې لوستونکو ته ووايئ.
امريکايانو غوښتل چې په کنړ ولايت کې په هره ولسوالۍکې خپل ښه قوي مرکزونه او بيسونه جوړ کړي او دا پروگرام يې په شيگل ولسوالۍ کې عملي کوه، او د اولې ورځې څخه یې دلته همدا اراده وه، د شيگل درې ته څو کرتې په دې اراده راغلل، خو دلته د پاتې کېدو زړه يې نشو کولاى، اخر يو سهار وختي چې شپېته ټانکونه او ډېر زيات جهازونه هم ورسره وو، درې ته داخل شول او هلته یې د منطقې مشران را ټول کړل او ورته يې وويل چې مونږ به تاسې ته ډېرې پروژې درکړو او ډېر کومکونه به هم درسره کوو په عين وخت کې چې د منطقې مجاهدين ورباندې خبر شول چې امريکايان داسې پلان لري نو په ګڼ تعداد کې مجاهدين راجمع شول او څلور طرفه جنگ يې ورباندې شروع کړ، د ماسپښين نه شروع تر شپې دولسو بجو پورې پرې مسلسل جنگ وشو، چې په دې جنگ کې ترې درې ټانکونه له منځه لاړل او نور یې هم ډېر ځانې تلفات وليدل او ورپسې په تېښته لاړل، دوهم ځل بيا په دې لاره راغلل، بيا هم د مجاهدينو د کلک غبرگون سره مخ شول، چې په نتيجه کې ډېر زيات مردار شول او د مجاهدينو لاس ته يو دانه پي کى او يوه کمره هم د غنيمت په توگه لاس ته ورغلل، د دې نه بعد يې د ولسوالۍ ټول مشران ټول کړه چې زمونږ ضمانت وکړئ چې د شيګل درې ته لاړ شو او لويې لويې پروژې به درته شروع کړو، خو خلکو ورته په ځواب کې وويل چې ضمانت مو نشو کولاى او که کارونه راته کوئ وکړئ، نو هغوى په ځواب کې وويل چې له دې بعد به مونږه تاسې ته هيڅ کار نه کوو ځکه چې مونږه درته کارونه کوو او تاسې مو وژنئ او بیایې ټول کارونه بند کړل.
اوومه پوښتنه: د مجاهدينو د لوړ مورال او د امريکايانو د لويدلي مورال په اړه له خپلې منطقې نه عملي، مستند او د سترگو ليدلي حالات بيان کړئ؟
الحمدلله په ټول کنړ ولايت او بيا خاص طور د شيگل په ولسوالۍ کې د مجاهدينو مورال ډېر زيات اوچت دى او د امريکايانو مورال ډېر زيات کمزورى دى، د مثال په طور کله چې کنړ ته امريکايان راغلل نو دا فکر یې کاوه چې دا هم امريکا ده، د ورځې او شپې او هرې خوا ته ته به یې گزمې کولې او هر کلي او بانډې ته به تلل او هيڅ قسمه خطر به يې نه احساسوه، خو اوس هغه حالات نه دي، زميني خو پرېږده اوس زمونږ مجاهدين په میاشتو انتظار ورته کوي، چې د دوى کاروان به کله راځي، هغه ساحې چې هغوى اول وخت کې نیولې وې، هلته اوس په جهازونو کې هم نشي تلى، د ولسواليو سره نژدې په يو کيلومترۍ کې مجاهدين تالاشي کوي، دوى دومره جرئت نشي کولاى چې د مجاهدينو مخه ونيسي يعنې په عمومي سرک مجاهدين څو څو ساعته ولاړ وي او هيڅ قسمه خطره نه لري.
سوال هشتم: در ولايت کنر چې تعداد نيروهاى امريکايى و صليبى وجود دارد، برعلاوه از عساکر امريکايي عساکر کشور هاى ديگرى هم وجود دارد و يا خير؟
ځواب: په کنړ ولايت کې دقيقه اطلاع خو نلرم، خو کيداى شي د لس زره څخه تر شل زره پورې امريکايان به وي، کيداى شي چې د نورو هيوادونو عسکر به هم وي پکې خو ډېر کم، اکثره امريکايان دي.
سوال نهم: در سال گذشته از بعضى نقاط ولايت کنر و نورستان امريکايى ها را نده شدند، لطفاً نام ببريد.
ځواب: هغه ساحې چې سږ کال په کنړ ولايت کې امريکايانو خوشې کړې د ماڼوګۍ بيس، کنډگل بيس، د مناګی بيس او په نورستان  کې د برګمټال او کوړنګل بيس.
سوال دهم: موقعيت مجاهدين در ولايت نورستان چطور است؟ شرح دهيد.
ځواب: الحمدلله په نورستان ولايت کې خو فعلاً امريکايان نشته او د حزب اسلامي مجاهدين ښه په اکثريت کې دي او ښه فعال دي او ټول قومونه د حزب اسلامي د مجاهدينو تر شا ولاړ دي د مجاهدينو خلاف کوم مشکل نشته دى.
سوال يازدهم: توصيه شما به مجاهدين بطور عام چه هست بيان داريد؟
ځواب: ټولومومنو او مخلصو مجاهدينو ته مې دا پيغام او توصيه ده، هر هغه څوک چې د صليبيانو او امريکايانو خلاف يې سلاح پورته کړى هغه که په هرې ډلې او تنظيم پورې تړلى وي، د ورورولۍ  اومحبت غيږ ورکړئ، د دښمن خلاف ټول فعاليتونه او جهادي کارونه په مشورو سره کوئ، ځکه دا د الله جل جلاله حکم او د نبي عليه السلام طريقه ده او په مشورو کې خير وي.
دوهمه توصيه مې دا ده چې د هغو جهادي مشرانو قدر وکړئ چې مونږ ته یې د جهاد تعليم راکړی او عملي جهاد يې راښودلی، ځکه څلوېښت کاله مخکې چا جهاد نه پېژنده، دوى مونږه ته د جهاد عملي درسونه راکړل. دريمه توصيه مې دا ده چې خپلو مجاهدينو ته ديني تربيه ورکړئ، د دين او جهاد په اهمو مسائلویې پوهه کړئ، يعنې بايد هر مجاهد په دې خبر وي چې جهاد څه ته وايي او جنگ څه ته وايي. څلورمه توصيه مې دا ده چې مجاهدين د دين او جهاد په کار کې د اخلاص نه کار بايد واخلي ځکه د اخلاص سره لږ عمل هم کافي دى، يو عالم بل عالم ته يو خط وليکه، ورته ویې ليکل چې د دين په هر يو کار کې د اخلاص نه کار اخله، ځکه چې د اخلاص والو لپاره خوشحالي ده او دا د هدايت ډيوې دي، د دوى په وجه د سختو نه سخت تکليف الله جل جلاله لرې کوي، کله چې اخلاص موجود وي د الله جل جلاله نصرت به همېشه  له مونږ او تا سره مل وي.پنځمه توصيه مې دا ده چې د صحابو رضي الله عنهم صفات خپلو ځانونو او ملګرو کې راولو، د تکليف په وخت کې ځان مخکې کړو او د آسانۍ او راحت په وخت ملګري مخکې کړو.شپږمه توصيه مې مجاهدينو وروڼو ته دا ده چې د هر کار سره چې مخ کيږي د هغې حل په قرآنکریم او سنتو کې وگورو هيڅ يو کار داسې ونکړو چې هغه د قرآن او سنتو سره ټکر خوري.
 سوال دوازدهم: يکى از خاطره هاى تلخ و شيرين دوران ده ساله جهاد خویشرا  تحرير کنيد.
ځواب: په تېرو لسو کالو کې مو ډېرې ښې او بدې خاطرې ليدلى دي، بدې خاطرې دا وې چې زه امريکايانو دوه کرته نيولى يم د هغوى نيول بده خاطره وه، ټول مسلمانان دې الله جل جلاله ترې وساتي او بيا ښه خاطره دا وه چې کله سړى را خوشی شي او خپلوان یې مخې ته د انتقال لپاره ولاړ وي، دا ښه وخت وي ځکه په زندان کې سړى دا فکر کوي چې ما په خپل ژوند کې چېرته ازاد ژوند تېر کړى نه دى.
دوهمه بده خاطره چې مې ليدلې او ډېره زړه بوږنونکې ده هغه دا وه چې د يو کمين نه بعد مې خوا ته بمبار  وشو، باران هم ورېده تکه توره شپه وه په څنگ کې مې يوولس کسه مجاهدين شهيدان شول کله چې سهار شو د هغوى غوښې يو د بل سره نه معلومېدى او همدارنګه په بل کمين کې درې مجاهدين شهيدان شول د هغوى هم دا حال و او ښه خاطره مې دا وه چې په يوه کمين کې يو مجاهد يو ټانک په راکټ وويشت، د لګېدو سره ترې د اور لمبې پورته شوې، د لګېدو سره سم زما د خولې نه بې اختياره د تکبير يوه داسې چغه وخته چې څلور کيلو متره لرې ملګرو وويل چې مونږه داسې فکر وکړ چې دا زمونږ په غوږ کې وشوه يعنې د ډېرې خوشحالۍ نه مې د تکبير چغه وکړه، او بيا په بله موقع مجاهدينو يو ټانگ والوزوو د انفجار نه بعد مې وکتل چې په سرک نه ټانگ شته اونه د هغوى مردار شوي عسکر يعنې ټوټې یې يوې او بلې خوا ته الوتې په دې ډېر خوشحاله شوم.
 سوال سيزدهم: آيا بر علاوه مجاهدين حزب اسلامي گروههاى ديگرى هم وجود دارد، و نقش شان در پهلوى مجاهدين حزب تا چه حد است؟
ځواب: هو په کونړ ولايت کې د حزب اسلامي د مجاهدينو نه علاوه د نورو تنظيمونو نفر هم شته چې بعضې سيمو کې کم دي او په بعضې سيمو کې متوسط حالات کې دي او د حزب اسلامي د مجاهدينو سره خو فعلاً حالات بد نه دي خو څومره تعداد چې الحمدلله د حزب اسلامي مجاهدين دي، دومره دوى نه دي.
 سوال چهاردهم: حمایت مردم ولايت کنرها  از مجاهدين چه گونه است؟
 ځواب: د کنړ ولايت  عام خلک د حزب اسلامي د مجاهدينو سره ښه روابط لري يعنې په سلو کې اتيا فيصده خلک د مجاهدينو سره همکار دي، يعنې په ډېرو کارونو کې د مجاهدينو سره پوره همکاري کوي خاصکر په عشر  او زکات کې مونږه د کنړ ولايت د خلکو څخه ډېر خوشحاله يو او مننه ترې کوو.
په آخر کې د تنوير د مجلې د کارکوونکو څخه ډېره مننه کوو چې زمونږه څخه  یې يو څو پوښتنې وکړې،
تل او کامياب دې وي په ټوله دنيا کې مخلص مجاهدين
او ناکام او برباد دې وي کفر او الحاد او د هغوى ملګري
په ټوله دنيا او خاص طور په افغانستان کې د يو  رښتوني شرعي نظام په هيله والسلام