په مانسهره کې تنظيمي فعاليتونه

ترتيب کوونکى اسدالله او محمد ثابت ثاقب

 

د دعوت او تنظيم رياست يو څلورکسيز هيئت هريو : مولوى محمد عارف منصور ، د انسجام آمر ٢ – انجنير داد آقا د ځوانانو محصلينو او طلبه ؤ آمر ٣اسدالله د ځوانانو مدير  ٤ – محمد ثابت ثاقب د تنظيم طلبه ؤ په نماينده گى په څلور د عقرب ١٣٩٠ کال د مانسهرى حوزى مربوطه کمپونو ته چې تقريباً ديرش زره کورونه مهاجرين تخمين شوى او قاطع اکثريت يې د حزب متعهدين ، د جهاد  مخلصين او سابقه دار مهاجرين دي ورغلي وه. ترڅو دا مهاجرين د نژدى نه د هغوى حالات، مشکلات وگورى او هم موجوده متعهدو او مخلصو وروڼو ته نظم ورکړي د نظم په نتيجه کې وروڼه يو د بل د حالاتو او مشکلاتو په خبر او هم يو بل ته د تکليف په وخت کې رسيدگى وکړى او هم د حزب ټول سابقه متعهدين علماء کرام ، جهادى قوماندانان، ځوانان، محصلين او طلبه علوم دينى افراد او نور افراد چې مختلفو اصنافو سره ربط لرى منظم کړي، او صنفى اتحاديي را منځ ته شي ، او ټولو اصنافو ته د انسجام د تعليمي نصاب مطابق، درس قران درس حديث، د حزب مرام، مسؤليت هاى عضوء، اساسنامه پکښ تدريس شى ترڅو د حزب ټول متعهدين د خپل تنظيم د اهدافو، مرام او مسؤليت او مواقفو څخه روزانه خبر په تنظيمي روحيه تربيه د تير جهاد او اوسنى جهاد په هکله پوره معلومات او مسؤليت وپيژنى خصوصاً متعهد علماء کرام، جهادى قوماندانان محصلين، ځوانان او طلبه کرام چې زمونږ د ملت اينده سرنوشت د دوى پورې مربوط کيږى پوره په علمى، جهادى او تنظيمى روحيه تربيه او سنبال شي او خپل مسؤليت درک کړى. دا کار د صنفي اتحاديي په تشکيلولو سره ښه ترسره کيداى شي که چيرى ټول اقشار پخپلو حلقاتو کې تنظيم کړاي شي دا به د تنظيم او جهاد په تقويه کې پوره رول ولرى د صنفي اتحاديو  د جوړولو نه وروسته د حزب تولو ثابتو او مخلصو افرادو ته به  د حزب د عضويت کارت، علماء کرامو ته د جماعت علماء اسلام کارت، ځوانانو او محصلينو ته د محصلينو کارت او طلبه کرامو ته د تنظيم طلبه علوم دينى کارتونه توزيع کيږي، البته د کارتونو په توزيع کې به پوره دقت وضع شوى، او مواضعات په نظر کې نيول کيږي دا کارونه به د مسؤلو مراجعو له خوا تر سره کيږي دا کار د انسجام دلايحى مطابق به په داخل او خارج د افغانستان کې او هم د مهاجرينو په ټولو کمپونو کې عملي کيږي. انشاء الله.
دا کار عملاً او په اول قدم کې د مانسهرى د حوزى په مربوط کمپونو کې عملى شو زما يقين دي چې په آينده کې په هر ځاى کې چې داسي حلقات جوړ شي او په هغه کې درس قرآن او حديث تدريس شي د مانسهرى د حوزى ټول اعضاء او مسؤلين په ثواب کې برابر شريک دى ځکه د خير کار تهداب او اساس د دوى له خوا کيښودلى شو.
د هيئت عملى او کارى اقدام په اول سر کې څلورم د عقرب ١٣٩٠ کال د بريړى د کمپ د مانسهرى د حوزى مربوطه ساحى ته ورتگ دى د هيئت د رسيدو نه بعد د کمپ يو زيات تعداد اهل رايه ورونه راوغوښتل شول د يو شورى او ددى انتخاباتو په نتيجه کې په اتفاق د اراؤ يو لس کسيزه شورا جوړه او محترم ورور استاد نقيب الله صاحب د نوموړى کمپ د ناظم په توله تعين شو په دوهمه ورځ په پنځم د عقرب خاکى کيمپ ته چې د مانسهرى د حوزى مربوط کمپ دى نوموړى هيئت ولاړ او هلته هم د تعامل مطابق اکثريت اهل رايه وروڼه را جمع کړى شو د رائى گيرى په نتيجه کې د ټولو حاضرو غړو په اتفاق د اراؤ سره يو لس کسيزه جوړه او محترم ورور مدير صاحب شريف د خاکى کيمپ د عمومى ناظم په توگه تعين او انتخاب شو.
بيا په شپږم د عقرب د حاجى آباد (ايچړو) شينکارى کمپ ته ورغلو هلته هم د نوموړى کمپ په يو زيات تعداد کې مشران او اهل رايه ورونه راجمع د جلسى او سرى انتخاباتو په نتيجه کې په اتفاق د اراؤ سره يو پنځه لس کسيز شوراء جوړه او محترم ورور قوماندان صاحب حاجى سرمست د کمپ د عمومى ناظم په توگه تعين شو.
د هغى نه بعد په اوم د عقرب د مانسهرى کمپ د کالج دوراهى ساحى ته و چې په يو زيات تعداد کې د حزب متعهدين او مخلصين وجود لرى خصوصاً يو جهادى شخصيت چې قوماندان صاحب محمد اگل نوميږى د بلخ ولايت اوسيدونکى دى دهغوى حجرى ته ورغلو نوموړى قوماندان د شپږو شهيدانو پلار او هم شل کاله مخکښ يو تحسين نامه چې د جهاد قايد او د حزب اسلامى قدرمن امير په امضاء مزينه وه په لاس لرى د هغوى په حجره کې هم په لسگونو د حزب متعهدين او مخلصين راټول د شورا او انتخاباتو په نتيجه کې يو ديارلس کسيز شوراء جوړه او محترم ورور مدير صاحب محمد رسول د کمپ د ناظم په توگه په اتفاق د اراؤ تعين او منتخب کړى شو.
ټولو ساحو د ناظمينو د تعين نه وروسته په همدې ورځ د ناظمينو شوراء هيئت تر نظارت او اشراف لاندې دائره شوه ترڅو د مانسهرى د حوزى په سطحه يو فعال ناظم او فعاله او کاري شوراء جوړه او تعين کړاى شي.
پدې شوراء کې د دقيق غور، بحث او مشورى نه وروسته محترم ورور استاد نقيب الله خان چې په ضمن کې د پريړى د کمپ ناظم هم دى د مانسهرى د حوزى د عمومى ناظم په توگه تعين شو او هم د مانسهرى د حوزى د کارى شورا په اعضاء کې دوه وروڼه هر يو: حاجى سيد عمر او محترم ورور حاجى شرين آغا ابراهيمى چې قومى – فعال او ثابت قدم موقف لرونکى وروڼه دى په افتخارى توگه د شوراء د اعضاؤ په حيث ومنل شو د مانسهرى حوزى د افتخارى غړو په شمول شپږ کسيزه شوراء تعين او انتخاب شول د مانسهرى شوراء د اعضاؤ نومونه هر يو : استاد نقيب الله، مديرشريف الله، قوماندان حاجى سرمست، مدير محمد رسول ، حاجى سيد عمر، حاجى شيرين آغا (ابراهيمى)  به  د محترم ورور استاد نقيب الله په مشرى کې ټول مربوطه تنظيمى چارى به تر سره کيږي او د خپلو اجراءتو راپور به ماهوار په منظم توگه مربوطه مراجعو ته رسماً خبر ورکوى.